Temporary Protected Status for Afghanistan: Updated Guidance for OAW Afghan Parolees & Other Afghans in Maine [پښتو]

د افغانستان لپاره د لنډمهاله محافظت حالت:

(TPS, Temporary Protected Status for Afghanistan) په Maine کې د OAW مشروط اجازه لرونکي افغانانواو د نورو افغانانو لپاره تازه لارښود

دا مشوره یوازې عمومي بڼه لري، قانوني مشوره نده، او د مهاجرت د متخصص مشورې ځای نشي نیولی.


عمومي معلومات:

TPS څه شی دی؟

TPS خلکو ته د ایستل کیدو څخه لنډمهاله محافظت، قانوني حالت، او د کار جواز لپاره د غوښتنه کولو وړتیا (د کار جواز سند) ورکوي. د افغانستان د TPS اوسنی تخصیص د 18 میاشتو لپاره دی او د 2023 نومبر په 20 نیټه پای ته رسیږي. هغه وخت کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت کولی شي چې TPS وغزوي یا یې پای ته ورسوي.

د افغانستان د TPS لپاره غوښتنه کولو اخرنۍ نیټه کومه ده؟

د افغانستان د TPS لپاره د غوښتنه کولو اوسنۍ اخرنۍ نیټه د 2023 نومبر 20 ده.

د افغانستان TPS لپاره شرایط څه دي؟

تاسې د افغانستان TPS لپاره په شرایطو برابر یې که:

  • تاسې د افغانستان تبعه یې
  • تاسې د 2022 مارچ 15 یا د مخکې څخه د امریکا متحده ایالاتو کې یې
  • یادونه: ځینې جرمونه او نور عوامل تاسې د TPS لپاره په شرایطو نه برابر ګرځوي

د TPS لپاره غوښتنه کولو لپاره زه کومو اسنادو ته اړتیا لرم؟

د TPS لپاره غوښتنه کولو لپاره، تاسې اړتیا لرئ:

  • د افغانستان پاسپورټ، د زیږون تصدیق، ملي پیژندپاڼه، (یا نور شواهد چې تابعیت وښئ که چیرې دا اسناد موجود نه وي)؛
  • ویزه، حتی که نیټه یې هم تیره شوې وي، د پاسپورټ مهر، NTA، یا د مهاجرت نور اداري اسناد؛
  • نور اسناد چې وښئ تاسې د 2022 مارچ 15 راهیسې د امریکا متحده ایالاتو کې یې، لکه طبي ریکارډ، کرایه، د معاش رسیدونه، یا د ښوونځي ریکارډ او سوانح؛
  • د نیول کیدو، تورونو، او جرمي محکمې کیسونو لپاره ریکارډ او سوانح کوم چې تاسې ممکن په کوم وخت کې د امریکا متحده ایالاتو کې درلودلي وي.

زه نور په څه شي پوهیدلو ته اړتیا لرم؟

د درغلۍ او هغه خلکو څخه ځان باخبره وساتئ څوک چې د مهاجرینو څخه د پیسو تروړلو په خاطر داسې ادعاوې کوي چې ګویا هغوی کولی شي د مهاجرت کیسونو کې مرسته وکړي. دلته پدې اړه نور معلومات وګورئ چې څنګه خپل ځان محافظت کړئ: https://ilapmaine.org/protect.


د OAW مشروط اجازه لرونکي افغانان:

لاندې معلومات د متحدانو د هرکلي عملیاتو (OAW, Afghan Operation Allies Welcome) په لړ کې راغلي مشروط اجازه لرونکي افغانانو سره د دې پریکړې کولو کې د مرسته کولو لپاره دي چې آیا او کله د لنډمهاله محافظت حالت (TPS) لپاره غوښتنه وکړي. د ډیری OAW مشروط اجازه لرونکي افغانانو لپاره مشروط اجازه او هغې پورې تړلي د کار جواز اسنادو (EADs, Employment Authorization Documents) نیټه د 2023 سپتمبر یا اکتوبر کې پوره کیږي او د همدې لپاره ممکن تاسې اړتیا ولرئ له اوس څخه پلان جوړول پیل کړئ ترڅو د کار جواز کې پیدا کیدونکې تشې څخه ډډه وشي.

آیا د OAW مشروط اجازه لرونکي افغانان باید پدې وخت کې د TPS لپاره غوښتنه وکړي؟

د هغوی لپاره چې تراوسه یې پناه، د ځانګړي مهاجرت ویزه (SIV, Special Immigrant Visa)، یا ګرین کارت ته کومه بله لاره ندي ترلاسه کړي، TPS ممکن غوره انتخاب وي چې له مخې یې تاسې وکولی شئ کار کولو ته د دوام ورکولو لپاره ډاډمن شئ کله چې د امریکا متحده ایالاتو کې ستاسې مشروط اجازه او د ساتل کیدو حالت نیټه پای ته ورسیږي.

ټول مهاجرین اړ دي د کار کولو لپاره د کار معتبر جواز ولري. ستاسې د مشروط اجازې او د EAD کارت د انقضاء نیټې په پام کې نیولو سره، تاسې ممکن اړ اوسئ سر له اوسه پلان کول پیل کړئ ترڅو د کار جواز کې د تشې څخه ډډه وکړئ. ILAP سپارښتنه کوي چې ستاسې د مشروط اجازې او د TPS د اخرنۍ نیټې څخه لږترلږه شپږ میاشتې مخکې غوښتنه وکړئ.

زه ولې د TPS لپاره غوښتنه وکړم که چیرې د 2023 نومبر په 20 یې نیټه پای ته رسیږي؟

د قانون له مخې، د امریکا متحده ایالاتو حکومت ممکن TPS وغزوي پداسې حال کې چې په یوه هیواد کې اوضاع خطرناک وي کوم چې د امریکا متحده ایالاتو کې د نوموړي هیواد موجود اتباع بیرته خوندي ستنیدل نا ممکن کوي. تر کوم وخت پورې چې خطرناک وضعیت موجود وي TPS د 6-، 12-، 18-میاشتو مودې پورې ممکن وغزول شي.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت ممکن TPS د 2023 نومبر 20 څخه ورهاخوا وغزوي (مګر مکلف ندی چې دا کار وکړي). مشروط اجازه داسې یو حالت ندی چې عمومآ د امریکا متحده ایالاتو قانون له مخې دې بیاځل نوی شي. د همدې لپاره، TPS د هغه مشروط اجازه لرونکي افغانانو لپاره غوره انتخاب دی څوک چې لاهم د امریکا متحده ایالاتو کې دایمي وضعیت نلري.

که زه چیرې واردمخه د یوه وکیل یا معتبر استازي سره کار کوم نو څه؟

که تاسې واردمخه د پناه، SIV، یا د مهاجرت نورو کیسونو وکیل یا معتبر استازي سره کار کوئ، نو د TPS لپاره د غوښتنه کولو څخه مخکې هرو مرو د هغوی سره مشوره وکړئ.


هغه افغانان چې د 2022 مارچ 15 څخه وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته راغلي دي:

هغه افغانان چې د 2022 مارچ 15 څخه وروسته راغلي، هغوی د افغانستان اوسني TPS تخصیص لاندې په شرایطو برابر ندي. د امریکا متحده ایالاتو حکومت ممکن د TPS شرایط تازه کړي ترڅو هغه خلک چې د 2022 مارچ 15 څخه وروسته راغلي هغوی وکولی شي غوښتنه وکړي (مګر مکلف ندی چې دا کار وکړي). د افغانستان TPS په اړه معتبر معلوماتو لپاره د امریکا متحده ایالاتو حکومت او د مهاجرت قانوني خدمتونو وړ سازمانونو تازه معلومات وګورئ. ټول افغانان باید وړ قانوني مرسته ولټوي ترڅو هغوی سره د هغوی مهاجرت انتخابونو باندې پوهیدلو کې مرسته وکړي، د دې په پام کې نیولو پرته چې هغوی کله د امریکا متحده ایالاتو ته راغلي دي.